ایکنانیوز د «vetogate.com خبری سایټ له قوله راپور راکړ، د قاهرې د کتاب په پنځه پنځوسم نړیوال نندارتون کې د نابیناؤ ځانګړی سټال،له درستې نړۍ دمختلفو شخصیّتونو دژوند او د ماشومانو د ځانګړو کیسو، د لویو لیکوالانو ډيری ناؤلونه په بریل خط وړاندې کړي دي ،خو دغه سټال د لومړي ځل لپاره د ټولنې ددغې پرګنې دځانګړی قرآني تفسیرونو څخه خالي دی.
دا په داسې حال کې دي ، چې د قاهرې د کتاب د نندارتونو په لازیاتیو تیرو پړاؤنو کې په دغه نندارتون و کې په بریل خط د نابیناؤ یا روشندلانو ځانګړي قرآني تفسیرونه هم وړاندې کیدل.
د قاهرې د کتاب د نړیوال نندارتون پنځه پنځوسم پړاؤ د سلواغې په پنځمه نیټه په قاهرې کې دمصر د نندارتونونو په نړیوال مرکز کې پیل شوی او د سلواغې تر شپاړسمې نیټې پورې په دوام ولري.
دغه نندارتون په څه دپاسه اتیا زره مربع میټر مساحت کې چې د نمایش پنځه هالونه لری، ترسره شوی او دنړۍ ۷۰ هیوادونو څخه کابو ۱۲۰۰ ناشرانو خپل نشریات او کتابونه دعامو خلکو نندارې ته وړاندې کړي دي.
دغه نندارتون د مصر د کتاب د عمومي ادارې په همت سره ترسره کیږي او ناروې دنندارتون ددغه پړاؤ ویاړمن میلمه دی.